IQNA

  په هالینډ کې ۹ جوماتونو ته ګواښونه شوي دي

6:41 - September 17, 2025
د خبر لمبر: 3491724
ایکنا -  د هالینډ د اسلامي چارواکو په وینا، په دغه هېواد کې ۹ جوماتونو ته ګواښونکي پیغامونه رسېدلي دي.

 ایکنانیوز  د مونت کارلو الدولیه  د  ویب‌پاڼې له قوله راپور راکړی، په دې وروستیو کې په هالیند کې ۹ جوماتونو ته  به وینو ککړو سرو لکیزو  کرښو  په څېر داغونو سره ګواښونکي لیکونه رسېدلي دي. په دغو لیکونو کې د ګواښناکو جملو لکه «اسلام له نازیزم څخه غوره نه دی» او «اسلام باید ومري» لیکل شوي وو. په ځواب کې، جوماتونو د امنیت د زیاتولو غوښتنه کړې ده.

د «آدمیرل داچ شیلډز»  هلندي ورځپاڼې د راپور له مخې، په روتردام کې د آیاصوفیې جومات لومړنی جومات و چې دا لیکونه ئې ترلاسه کړل، وروسته بیا په روتردام کې د مولانا، قوجاتپه او سلام جوماتونه، په  هیګ کې د الاقصی جومات، په آیندهوون کې د فاتح او فرقان جوماتونه او په آرنهم کې د ترکي جومات  ته هم ګواښونکي لیکونه  رسیدلی دي. همدارنګه، په روتردام کې د سلام جومات یوه ډي‌وي‌ډي هم ترلاسه کړې چې پرې «په اروپا کې د اسلام وروستۍ ورځ» لیکل شوې وه.

دغو ګواښونکو لیکونو د  جوماتونو مسئولان   حیران کړي دي. د السلام جومات مشر محمدی الهرش وویل: دا یو ډېر روښانه بیان دی او مونږ ئې ډېر جدي نیسو. دغه  جومات د لیدونکو د امنیت د تضمین لپاره له ښاروالۍ څخه د امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.

د K۹ پلیټ فارم ویندوي جورام ون کلاورن،  چې د کابو  ۲۵۰ جوماتونو استازیتوب کوي، له هالیندي رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دا پیغامونه ډاروونکي او ګواښناک دي. دا پیغامونه له کرکې ډک او په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي.

 په ګواښل شوو  جوماتونو کې  پنځه د ها لینډ د اسلامي بنسټ (ISN-Diyanet) پورې تړلي دي.

د دغې موسیسې ویاند وویل چې ټول جوماتونه به پولیس د دغو ګواښونو په اړه خبر کړي.

هغه زیاته کړه: جوماتونه له  اسلامه د ویرونط د پروسې  د اقداماتو اصلي ټارګټ  دي. مونږ هڅه کوو چې ارامه  واوسو، خو نور د امنیت احساس نه کوو. دا اقدامات اکثره د بیان د آزادۍ په پلمه له پامه غورځول کېږي.

د دغې  اسلامي موسیسې  په وینا، دا ګواښونه تر یوه حده هغو سیاستوالو ته منسوبېږي چې «ښکاره اسلام ضده پروسه » لمسوي او په پایلې کې ئې د مسلمانانو پر وړاندې توپیر زیات شوی دی.

د ۲۰۱۵ کال راهیسې په هالینډ کې د جوماتونو پر وړاندې کابو  ۳۰۰ اسلام ضده  پېښې ثبت شوي دي، چې پکې ګواښناک لیکونه، تخریبي اقدامات او د جوماتونو د سوځولو هڅې شاملې دي.

https://iqna.ir/fa/news/4305242

captcha